د ننګرهار ولایت د زندان رئیس د دې ولایت د کامې او خوږیاڼو ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د کامې او خوږیاڼو ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
همداشان، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو د خوراکي موادو، حفظ الصحيې، روغتیایي او د توقیفیانو محاکماتي چارې له نیږدې وارزولې او اړوند مسوولینو ته د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
داراز، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د کامې او خوږیاڼو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
ربیع الاول ۲/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت