د ننګرهار زندان د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت یو شمېر ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړه

د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" په مشرۍ يوه پلاوي د یاد ولایت د درې نور، بټي کوټ، غني خیل، مهمندرې او لعلپورې ولسوالیو له توقیفخونو د امرینو سره د لیدلو ترڅنګ، د اداري، خدماتي او امنیتي چارو څخه يې هم ارزونه وکړله.
داراز، پلاوي د نوموړو توقیفخونو پخلنځیو او روغتیایي برخو څخه د لیدنې ترخوا، له توقیفیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او توقیفیانو هم د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړله او د خپلو محاکماتي چارو د چټکتیا غوښتنه یې وکړله.
وروسته محترم مولوي سعید یادو ولسوالیو له یو شمېر ولسوالانو او د محکمو له رئیسانو سره د توقیفیانو د محاکماتي چارو په اړه خبرې وکړلې، د توقیفیانو ستونزې یې ورسره شریکې او د هواري په موخه يې ورسره لازمې مشورې وکړلې.
جمادي الاول ۳۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت