د ننګرهار او پروان ولایتونو د زندانونو مسوولینو غوره فعالیتونه وستایل شول

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۸
تقدیر

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" او د پروان ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" د خپلو دندو په بېلابېلو برخو کې د اغېزمنو لاسته راوړنو او فعالیتونو له امله وستایل.

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق د یادو زندانونو مسوولینو هڅې د محکماتي بندیانو د منظمې طبقه‌بندۍ، د زندانیانو د ښوونې او روزنې د پروګرامونو د پیاوړتیا او همدارنګه د زندانونو د چارو د لا ښه تنظیم په برخه کې ارزښتمنې وبللې او د هغوی د ترسره شویو فعالیتونو ستاینه یې وکړله.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال وویل، د بندیانو سمه طبقه‌بندي، د تعلیمي او روزنیزو پروګرامونو پراختیا او د زندانونو د چارو اغېزمن تنظیم د اصلاح او روزنې بهیر د پیاوړتیا لپاره مهم ارزښت لري، چې په دې برخه کې د ننګرهار او پروان زندانونو مسؤلینو د پام وړ کار کړی دی.

په پای کې، د ننګرهار او پروان ولایتونو زندانونو مسوولینو د ادارې د مشرتابه له ملاتړ څخه مننه وکړله او ډاډ یې ورکړ، چې د سپارل شویو مسوولیتونو د لا ښه ترسره کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS