د میدان وردګ ولایت د عدلي او قضایي اورګانونو مسوولینو د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه
د دې ولایت د عدلي او قضایي اورګانونو مسوولینو د یادې لیدنې پرمهال د نوموړي زندان له امر محترم مولوي صلاح الدین سره د زندانیانو محکماتي چارو او د دوسیو په اړه خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د میدان وردګ د زندان د بندیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی د محکماتي چارو، جرمي دوسیو او نورې اړوندو ستونزو او غوښتنو په اړه معلومات ترې واورېدل او د ژر حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ.
په پای کې، پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولينو مننه وکړه، چې د زندانيانو هرې ستونزې ته يې پر وخت رسېدنه کړې او د دوی په اړه يې ټول معلومات له اړوندو ادارو سره شريک کړې دي.
بل لور ته بیا، د میدان وردګو په زندان کې د زندانیانو د دیني زده کړو په روان بهير کې د ارزونې په موخه له ګډونوالو څخه ازموینه واخیستل شوه چې له جملې یې ممتازو زده کوونکو ته د لا تشویق په هدف ستاینلیکونه هم ورکړل شو.
ربیع الثاني ۲۵/۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت