د میدان وردګو ولایت په زندان کې د بیا رغونې چارې پایته ورسېدې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۵:۳۸
میدان وردک

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو، د یاد ولایت د زندان د امر محترم مولوي صلاح الدین په هڅو او د دغې ادارې په مالي لګښت په میدان وردګو زندان کې د بیا رغونې چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې پایته ورسېدې.
د نوموړي زندان د مسوولینو په خبره، د برېښنایي سیسټم بیا فعالول، رنګمالي، کاشي کاري او د ویجاړو شویو برخو بیا ترمیم په دې چارو کې شامل وو.
همداشان، نوموړي مسوولین وايي د میدان وردګو ولایت د بیا رغونې چارې په ښه او معیاري توګه بشپړې شوې، چې له امله به یې زندانیانو ته لازمې او د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

محرم الحرام ۸/ ۱۴۴۵ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS