د مرکزي محبس د محبوسینو اعتصاب پایته ورسېد

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۵:۴۳
رییس عمومی

یوشمېر هغو محبوسینو چې په دې وروستیو کې له ایران هېواد څخه د کابل څرخي پله مرکزي محبس ته رالېږدول شوي وو، تېره ورځ د خپلو جرمي دوسیو د نه څېړلو له امله د نه خوړو اعتصاب کړی و، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" په غړیتوب یو پلاوی، د ا.ا.ا. له محترمې سترې محکمې څخه راغلي پلاوي په ګډون په هماغه لومړنیو ساعتونو کې د کابل ولایت مرکزي محبس ته ولاړ او هلته یې له اعتصاب کوونکیو محبوسینو سره ولیدل او هغوی ورته وویل، تر څو چې یې د نسبتي دوسیو د ژر څېړلو او تعقیبولو بهیر پیل نه شي، دوی به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" یادو محبوسینو ته وویل: «موږ تر خپلې وسې زیات ستاسو ټولو انساني او شرعي حقونه رعایت کړي او رعایتوو یې، د ژوند ټولې اسانتیاوې مو درته برابرې کړې دي، خو بیا هم که کومه ستونزه لرئ، نو کولی شئ چې زموږ او د سترې محکمې څخه راغليو پلاوو سره یې شریکه کړئ».

په ورته وخت کې، د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" هم یادو محبوسینو سره خبرو کې وویل: « اعتصاب د حل لاره نه ده، تاسو باید له صبر او زغم څخه کار واخلئ او هیله لرو په راتلونکې کې له داسې کړنو ډډه وکړئ».

همدا شان، د سترې محمکې د پلاوي په استازیتوب محترم مولوي عبدالمنان نوموړو اعتصاب کوونکیو محبوسینو ته وویل، « لومړی خو دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې تاسو د افغانستان د ا.ا. په هڅو له ایرانه خپل هېواد ته را ولېږدول شوئ، نو دلته موږ هم کوښښ کوو چې ژر تر ژه ستاسې جرمي دوسیې د اسلامي شریعت او د افغانستان د تقنیني اسنادو او نافذه قوانینو په رڼا کې وڅېړو او پربنسټ یې له اصولو سره سمې پرېکړې وکړو».

له دې سره هممهاله، د کابل ولایت د مرکزي محبس د اعتصاب کوونکیو محبوسینو، د زندانونو چارو د سمون ادارې او د سترې محکمې د ګډو پلاوو تر خبرو او ژمنو وروسته وړ قناعت حاصل کړ او له اعتصابه یې لاس واخیست. 

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل په دې هڅه کې دي، چې د زندانیانو انساني او شرعي حقونه رعایت، ستونزو او روا غوښتنو ته یې رسېدنه او د نسبتي دوسیو څېړلو ته یې د اړوندو اورګانونو پرمټ پروخت او ژر پاملرنه وشي.

 

صفر المظفر۹/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS