د فراه ولایت د زندان لپاره نوی امر وټاکل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس پاسوال محترم مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې لومړی د دې ولایت د زندان پرسونل او مسوولینو ته محترم مولوي عبدالستار "رحماني" د نوي امر په توګه معرفي او د خیر دعا په کولو یې ورته په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.
همدا راز، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس د فراه ولایت د زندان مسوولینو او د زندانیانو سره ولیدل د دوي ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د ادارې له مسوولینو سره یې په ګډه ورته د حل ډاډ ورکړ.
داراز، محترم مولانا د یاد ولایت د زندان اداري شعبې، د تلاشۍ ځایونو، د سکن ماشینونو او د زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځی، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې ولیدلې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.
په پای کې، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي مسوولينو څخه د ښه خدمتونو رامنځ کولو په موخه مننه وکړه او هغوی ته یې لارښونه وکړه څو زندانیانو لپاره د ژوند لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
صفر المظفر ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت