د فاریاب ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د اندخوی، قرمقول او شرین تګاب ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي نعمت الله زید په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت اندخوی، قرمقول او شرین تګاب ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال یې له مسوولینو سره هم په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
داراز، محترم مولوي زید په مشرۍ پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته وخت کې، د فاریاب ولایت د زندان رئیس د یادو توقیفخونو له مسوولینو او پرسونل سره په خبرو کې، د توقیفیانو سره د ښه چلند، اسانتياوو او د نورو ښو خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.
شعبان المعظم ۱۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت