د غزني ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل لپاره د فقهي اوعقیدتي زده‌کړو بهیر پیل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۱۱:۲۵
Ghazni

د زندانونو چارو د سمون ادارې د محترمې رهبرۍ او د غزني ولایت د زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو په دوام، دا ځل د غزني ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل لپاره د فقهي او عقیدتي زده‌کړو بهیر پیل شو.
د یاد ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زده‌کړو او فکري او عقیدتي درسونو  پر ارزښت خبرې وکړې او دا یې د ادارې د پرسونل د فکري او اسلامي روحېې د لوړولو لامل وبلل.
همدا راز، محترم قاري عادل د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل څخه وغوښتل، چې له دې طلايي فرصت څخه ډېره ګټه واخلي او ټولنې ته د ښه خدمت کولو لپاره خپل ځانونه په دیني او عصري زده کړو سمبال کړي.
په ورته وخت کې، نوموړو ګډونوالو د یادې ادارې له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ د زده‌کړو دا بهیر یې مثبته وګڼله او ورته د نورو ګټورو ښوونیزو او روزنیزو برنامو پر دوام ټینګار وکړ.

صفر المظفر۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS