د غزني ولايت د زندان لپاره نوی رئيس په دنده وګومارل شو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۵:۷
غزنی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا د عالي مقام په منظورۍ د غزني ولایت د زندان د ریاست لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي، غزني ولايت ته د يوه رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له امنیې قوماندان محترم مولوي محمد عالم سره وليدل او پر اړوندو مسايلو يې خبرې اترې وکړلې.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوی يې تر هغې وروسته د غزني ولايت مرکزي زندان ته ولاړ او هلته يې د یو  لړ مراسمو پرمهال، محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" د دغه ولايت د زندان د رياست لپاره د نوي رئیس په توګه معرفي او د چارو د لاښوالي لپاره یې هیله څرګنده کړله.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال په خپلو خبرو کې  د دې ولایت د زندان له مخکيني رئیس څخه د ترسره شویو فعالیتونو او زحمتونو مننه وکړله، په ادارو کې یې بدلون د ښې‌ حکومتولۍ یو اصل یاد او د زندان له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې وغوښتل څو د تېر په څېر له نوي رئیس سره بشپړه همکاري او پوره همغږي ولري.

په ورته وخت کې، ياد پلاوي د نوموړي ولایت له زندانیانو او توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، هغوی ورته د خپلو غوښتنو او ستونزو يادونه وکړله چې د پلاوي په مشرۍ د هغو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

په پای کې، د محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د زندان له امنیتي ټاورونو، قراولونو او امنیتي پوستو څخه هم لیدنه وکړله او د یادو برخو د لا ښه تنظیم په موخه یې اړوند مسوولینو ته یولړ لازمې سپارښتنې وکړې.  

 

 

جمادې الثاني ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل. . .

BACK TO NEWS