د سمنګان ولایت په زندان کې د فلزکارۍ شاپ څخه (۳۲) تنه محبوسین فارغ شول

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۳۶
سمنگان

د سمنګان ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو امریت سره په همغږۍ د نوموړي زندان د فلزکارۍ شاپ څخه (۳۲) تنو د فراغت سندونه ترلاس کړل.

 د یاد زندان امرمحترم قاري نور محمد "تالقاني" په خپلو خبرو کې دا شان د رونېزو برنامو پلي کېدل د زندانیانو په روزنه کې خورا اړین وبلل او له زندانیانو څخه یې وغوښتل چې د سواد او کسب زده کړو له شته فرصته نه په استفادې وخت ضایع نه کړي او له خپلو تېروتنو پېښمانه او د بند مودې په پوره کېدو سره خپلې ټولنې او کورنۍ ته د یو سالم  وګړي په توګه ستانه شي.   

په پای کې، د یاد زندان زندانیانو د نوموړي شاپ او دې ورته نور کسب زده کړو شاپونوغوښتونکي شول.  

 

شوال المکرم۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS