د سمنګان ولایت د زندان امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د خلم او حضرت سلطان ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۴۷
سمنگان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ولایت د زندان امر محترم الحاج داملا محمد سرداربیک او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د خلم او حضرت سلطان ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال یې له مسوولینو سره هم په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته وخت کې، پلاوي د یادې توقیفخونې مسوولینو سره په خبرو کې، د توقیفیانو د محکماتي چارو د لا اسانتيا او د نورو ښو خدماتو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.

شعبان المعظم ۱۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د محابسو مسلکي روزنیز دوه میاشتني کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو دوه میاشتې زده کړو په دوره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

ولایتي خبرونه ( بلخ، نورستان) د بلخ او نورستان ولایتونو د زندانونو (۲۶۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د بلخ او نورستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

 پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مس. . .

BACK TO NEWS