د سرپل والي او مل پلاوي يې د دې ولایت له مرکزي زندانه لیدنه وکړه

د سرپل ولایت والي محترم الحاج محمد یعقوب عبدالرحمن اکا او مل پلاوي یې د نوموړي زندان له مسوولینو سره ولیدل او په اړوندو موضوعګانو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د سرپل ولایت له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او تر خپلې وسې او ولایتي کچې یې د زندان له مسوولینو سره د دوی د غوښتنو د رسېدنې په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همداراز، د نوموړي ولایت والي له لورې د یاد زندان پرسونل او زندانیانو سره د یوې اندازې خرما مرسته هم وشوه
د بو بل خبر له مخې، د یونیسف موسسې له لوري د سرپل ولایت د ښځینه محبس او د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه
د سرپل ولایت د زندان مسوولینو په وینا د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ د یونیسف موسسې له لورې د یاد ولایت ښځینه محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره ۳۵ قلمه د اړتیا وړ توکو مرسته شوه.
د دغه زندان مسوولینو د یونیسف موسسې څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه وبلله او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې په دې مبارکه میاشت کې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
رمضان المبارک ۲۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت