د سترې محکمې د تفتیش رئیس په مشرۍ پلاوي د پکتیکا ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۴:۴۷
پکتیکا

د سترې محکمې د تفتیش رئیس محترم شیخ مولوي ګل اغا په مشرۍ پلاوي د پکتیکا ولایت د زندن امر محترم مولوي محمد هاشم حقاني سره ولیدل او په اړوندو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

داراز، نوموړي پلاوي د دې زندان له زندانیانو ولیدل چې هغوي هم د پلاوي په  ورتګ خوښي څرګنده کړه او د خپلو جرمي دوسیو د ژړ څېړلو غوښتنه ترې وکړه.

په ورته وخت کې پلاوي د زندانیانو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د دوی د جرمې دوسیې د ژر څېړلو ترڅنګ یې نوموړو ته ډاډ ورکړ چې د عدلي او قضایي اورګانونو پورې اړوندو چارو ته به یې په وخت رسېدنه وشي.

 

جمادي الاول ۲۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت  

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS