د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د بامیان ولایت د زندان د صنعتي برخو څخه ارزونه وکړه
د دې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" په مشرۍ یوه پلاوي د بامیان ولایت د زندان د صنعتي برخو څخه د لیدنې ترڅنګ د یادې برخې لا پیاوړتیا په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
داراز، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس په مشرۍ پلاوي د زندانیانو د روزنې لپاره صنعتي برخه ګتوره یاده کړه او د اړوندو مسوولینو څخه يې په دې برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښنه وکړه.
همدا شان پلاوي ، د بامیان ولایت د زندان د صنعتي برخو له ډلې د حرفوي زده کړو شاپونو، پلورنځي، (PCO)، میاشتینيو عایداتو او نورو تخنیکي برخو څخه یې له نږدې ارزونه وکړه او په یادو برخو کې د ستونزو د حل او د چارو د لا غوراوي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړي.
جمادي الاول ۱۱/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت