د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د بامیان ولایت د زندان د صنعتي برخو څخه ارزونه وکړه

news_admin
Wed, Nov 13 2024 1:17 PM
بامیان

 

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" په مشرۍ  یوه پلاوي د بامیان ولایت د زندان د صنعتي برخو څخه د لیدنې ترڅنګ د یادې برخې لا پیاوړتیا په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
داراز، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس په مشرۍ پلاوي د زندانیانو د روزنې لپاره صنعتي برخه ګتوره یاده کړه او د اړوندو مسوولینو څخه يې په دې برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښنه وکړه.  
همدا شان پلاوي ، د بامیان ولایت د زندان  د صنعتي برخو له ډلې د حرفوي زده کړو شاپونو، پلورنځي، (PCO)، میاشتینيو عایداتو او نورو  تخنیکي برخو څخه یې له نږدې ارزونه وکړه او په یادو برخو کې د ستونزو د حل او د چارو د لا غوراوي په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړي. 

جمادي الاول ۱۱/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS