د زندانونو چارو د سمون ادارې کې نوې ګومارنې وشوې

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۵۴
jalas

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) په حکم محترم قاري محمد بلال "فاتح" د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو د نوي مرستیال او محترم الحاج محمد کاظم "طارق" چې مخکې د نوموړې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال و، اوس د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال په توګه نن (شنبې) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې اړوند ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړل.

د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شېخ الحدیث مولوي نورالحق "انور" د یادو مراسمو پر مهال، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري"، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو نوي مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح"، د نظامي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، د نظامي چارو پخواني مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او د یو شمېر نورو اماراتي اورګانونو محترمو مسوولینو هم شتون درلود، د نوموړو نویو ګومارل شویو مرستیالانو د حکم د قراات سربېره ورته مبارکي وویله او زیاته یې کړه: «موږ ټول په دې باور یو چې ټاکنې د څوکۍ په هدف نه بلکې د هدف لپاره یوه وسیله ده، نو د خوښۍ ځای دا دی چې موږ د اسلامي امارت تر چتر لاندې اسلام، خپل هېواد او ملت خدمت کوو».

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په اداره کې اطاعت او امانت داري مهم اصول یاد کړل او ویې ویل: «زه هیله مند یم چې نوي ګومارل شوي مرسیتالان صاحبان به خپلې ورسپارل شوې چارې د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې په غور او دقت سره ترسره کوي».

همداشان، محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" د دې ادارې د نظامي چارو له پخواني مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" له ترسره کړو فعالیتونو د مننې ترڅنګ، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې یې د هغه هڅې او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې له اخلاص، صداقت او تعهد سره له مل وګڼلې او د هغه خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې.

همدا شان، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس نویو ګومارل شویو مرستیالانو ته په خپلو خبرو کې د اړوندو چارو د لا ښه پرمخ وړلو، له ترلاس لاندې ملکي او نظامي پرسونل سره د نېک چلند او زندانیانو ته د ښه خدمتونو وړاندې کولو لارښوونه وکړه.

په ورته وخت کې، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو او د نظامي چارو نویو ګومارل شویو مرستیالانو د مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې د ا.ا.ا. عالیقدر مشرتابه(حفظه الله) او د دې ادارۍ  د عمومي رئیس پر دوی د نویو مسوولیتونو سپارلو له امله د مننې سربېره ژمنه وکړه، چې د خپلو ترلاس لاندې مسوولینو او پرسونل په همکارۍ او ښې همغږۍ به چارې په ښه او رېښتونې توګه پرمخ وړي.

په ورته مهال، د نظامي چارو پخواني مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر هم په خپلو خبرو کې وویل: « خوښ یم چې تر دې دمه مې راسپارل شوي مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي او تقریبا په دې څلور کلنه موده کې مې زندانونو او زندانیانو ته د شریعت او د هېواد د تقنیني اسنادو په رڼا کې خدمت کړی دی.

یاد مراسم نویو ګومارل شویو مرستیالانو ته په چارو کې د بریا او خیر د دعا په کولو پایته ورسېدل.

 

 

جمادي الاول ۲۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS