د زندانونو چارو د سمون ادارې په مرکزي نظامي برخه کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۹ - ۱۷:۲۸
pic

د نوموړې ادارې د هبرۍ په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو، محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني" د دې ادارې د نظامي ښوونې او روزنې د واحد د قوماندان او پرځای یې محترم مل پاسوال سید محمد "مسلم" د قرارګاه د امنیتي قطعې د قوماندان په توګه د نوموړو برخو پرسونل ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وپېژندل شول.
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یادو مراسمو پرمهال په داسې حال کې، چې د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو ګډون درلود نوموړو کسانو ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ، په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او ویې ویل: «مقام او منزلت د تل لپاره نه وي، خو غوره دا ده چې خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره او له همکارانو سره ښه چلند وکړئ څو هم الله(ج) او هم یې مخلوق در څخه راضي شي».
په ورته وخت کې، د ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" په خپلو خبرو کې له یادو نظامي مسوولینو څخه وغوښتل، چې د ادارې د لا پرمختګ لپاره په خپل منځ کې ښه همکاري وکړي او د چارو لا چټکتیا لپاره له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.
محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني" او محترم مل پاسوال سید محمد "مسلم" هم له خپله اړخه پردوی د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له باور او اعتماد څخه د مننې ترڅنګ، په پوره امانتولۍ او صداقت د ورسپارل شویو دندو او مسوولیتونو د ښه ترسراوي ژمنه وکړه.

شوال المکرم ۹/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS