د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د کندز، بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۲:۲۲
مدنی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې د استازي محترم قاري رحیم الله "مدني" په مشرۍ، د مولوي حبیب الله"نافذ" او د مولوي عمر خان په ګډون یوه پلاوي کندز، بدخشان، تخار او بغلان ته د سفر پرمهال د نوموړو ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه او له مسوولینو او پرسونل سره يې د يادو زندانونو پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث وکړ.
په ورته وخت کې، د محترم قاري مدني په مشرۍ پلاوي د یادو ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو له توقیفخونو هم لیدنه کړې او هلته یې له مسوولینو سره د توقیفیانو  د وضعیت د لا ښه والي په موخه خبرې اترې کړي دي.
همداشان، دغه پلاوي د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي او تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه کړ‎ې ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حللاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

ذوالحجه ۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس په ترکيې هیواد کې د (ICPA) له عمومي رئيس سره وکتل

د  افغانستان اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" ترکیې هیواد ته خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زندانونو د روزنې او اصلاح نړیوالې ټولنېی یا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۶
Background image

ولایتي خبرونه: (تخار، پکتیکا، بادغیس، غور) د تخار ولایت د زندان (۱۱۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اسلام اساسات) کتاب تر نامه لاندې سیالۍ پای ته ورسېدې

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان (۱۵۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه، د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ او د نوموړي زندان. . .

BACK TO NEWS