د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د پکتیکا ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۲:۴۳
پکتیکا

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې امر محترم احسان الله "هوتک" په مشرۍ  یو پلاوی پکتیکا ته په سفر ولاړ او هلته یې د یاد ولایت د زندان د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یاد زندان کارکونکو ته یو میاشتیني او ربع وار فارمټ  راپور په اړه د عامه پوهاوي سیمینار هم ترسره شو.

 

ربیع الاول ۲۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه محبس سره د سره صلیب او یونیسف موسسې له لوریو  د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یونیسف موسسې له لوریو ښځینه محبوسینو، د کالیو منیځلو پوډر، شامپو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې دوه ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته به د زندانیانو  ښې ساتنې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ښځینه کارکوونکو ته په زندانونو کې د یادې کمېټې پېژندنې،. . .

BACK TO NEWS