د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د جوزجان ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۵:۲۰
jowaz jan

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې استازي محترم ملا محمد یونس"سحر" په مشرۍ یو پلاوی جوزجان ته ولاړ او هلته یې د نوموړي ولایت له زندانه د ليدنې ترڅنګ مسوولینو او پرسونل سره د ياد زندان پر تخنیکي او نورو اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځی، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

BACK TO NEWS