د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ یو پلاوي پروان ولایت ته سفر وکړ

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۵:۱
parean

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د شخصیتي دوسیو امر محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو یې ملتیا کوله، نوموړي ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره د نوموړي زندان د امنیت او نورو اړوندو مسایلو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

تر دې وروسته، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر له لورې محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" چې پخوا د بامیانو ولایت د زندان رئیس وو، پروان ولایت د زندان نوي رئیس په توګه مسوولینو او پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړله.

داراز، پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د زندان د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د رسېدنې ژمنه وشوه.

همدا شان، پلاوي تر دې ليدنې وروسته د نوموړي زندان اداري او امنيتي وضعيت هم له نږدې وارزاوه او د امنیتي ټاورونو د څارلو ترڅنګ يې له امنیتي اړخه زیانمنونکي ځایونه په نښه او د هغو د امنیت لا ښه ټینګښت لپاره یې د زندان مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر  په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو  لپاره د خوړو ، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربیع الاول ۲۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS