د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او رزونې مرکز له محجوزینو ماشومانو سره ولیدل

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۷:۴۶
مرکز اصلاح ننګرهار

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې تېره ورځ ننګرهار ته د رسمي سفر په ترڅ کې، په دغه ولایت کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ته ولاړ او هلته یې د یاد مرکز له محجوزینو ماشومانو سره په لیدنه کې هغوی ته وینا وکړه او ویې ویل، « تاسو موږ ته ستاسو د کورنیو امانت یاست، د همدې لپاره زه او د زندانونو چارو د سمون ادارې ټول ملکي او نظامي مسوولین او پرسونل کوښښ کوو، چې دا مرکز تاسې لپاره د ښې روزنې او اصلاح ښه ځای وي».
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ځینو ماشومانو د نورو محجوزینو په استازیتوب له ورغلي پلاوي څخه د دوی د حال او وضعیت ارزونې له امله مننه وکړه او ویې ویل، « دلته په دې مرکز کې د مسوولینو له خوا موږ سره ښه چلند کېږي، زموږ د حال پوښتنه کېږي او موږ ته د ښوونې او روزنې پروګرامونه عملي کېږي»، خو له پلاوي څخه یې وغوښتل چې د دوی د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو بهیر دې چټک شي.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال له نوموړو محجوزینو سره ژمنه وکړه، چې یادې غوښتنې ته د رسېدنې لپاره به د ننګرهار ولایت عدلي او قضايي اورګانونو سره خبرې وکړي او یادو ماشومانو ته یې توصیه وکړه، څو په دغه مرکز کې د ښوونیزو، روزنیزو او حرفوي زده کړو له امکاناتو او اسانتیاوو څخه په استفادې په مرکز کې د ټاکل شوې مودې ترپایته رسېدو وروسته خپلې ټولنې او خلکو ته د ښه خدمت جوګه شي.

ذوالحجه -۱/۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS