د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د کاپیسا ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۲:۴۹
کاپیسا

د نوموړې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د پېژند عمومي مدیر محترم مولوي شامحمد "مفکر" او  یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو کاپیسا ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد زندان له مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې د نوموړي زندان په اړوندو چارو سره بحث وکړ.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د یادو زندان له زندانیانو سره هم ولیدل د هغوي ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په ورته وخت کې، محترم قاري بدر د یاد زندان مسوولینو ته په خبرو کې زیاته کړه: «زندانیان تاسو ته امانت دي نو د هغوی د ژوند کولو لازمو اسانتیاوو، ټولو دنیوي او شرعي حقونو ترڅنګ ورته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړئ څو پرمټ یې له ناوړه کړنو څخه لرې پاتې او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي».

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او  د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

په پای کې، د ادارې د خوندیتوب او  د کارکوونکو د دقیقې پژندنې په پار د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت له لورې د یاد ولایت د زندان د ملکي او نظامي پرسونل بایو مټریک هم ترسره شو.

د یادولو ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین، په دوامدار ډول د هېواد زندانونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي.

 

ربیع الثاني ۲۵\ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه محبس سره د سره صلیب او یونیسف موسسې له لوریو  د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یونیسف موسسې له لوریو ښځینه محبوسینو، د کالیو منیځلو پوډر، شامپو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې دوه ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته به د زندانیانو  ښې ساتنې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ښځینه کارکوونکو ته په زندانونو کې د یادې کمېټې پېژندنې،. . .

BACK TO NEWS