د زندانونو چارو د سمون ادارې له روزنیز او مسلکي کورس (۲۱) مې دورې څخه د هېواد د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو د نظامي مسوولینو له جملې (۴۱) تنه د اوپراسیون امرین او (۱۱۶) تنه ساتنمنان او افسران فارغ شول
د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۴۱) تنو د اوپراسیون امیرینو د (۱۵) ورځیني او (۱۱۶) تنو ساتنمنانو او افسرانو د درې میاشتینیو زده کړو په دوره کې برخه اخیستې وه، یادو ګډونوالو ته په نوموړي کورس کې د بندیانو د ساتلو، ښه چلند کولو، د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.
په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري، په داسې حال کې چې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"،د خدماتو رئیس محترم مولوي عیدالمالک "خاکسار"، د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم چهاريقل "ادیب" د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورا الله "دروېش"،او د دې مرکز استادانو او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، د یاد ښوونیز او مسلکي کورس ګډونوالو ته په خبرو کې وویل: « د زندانونو چارو د سمون ادارې چارې له نورو ادارو سره توپېر لري دلته موږ ته د زندانیانو د ساتلو او پالنې مسوولیت راترغاړې دی نو تل کوښښ کوو څو د ادارې د کارکوونکو لپاره ګټورې برنامې په لاره واچوو چې نوموړي وکولای شي خپلې چارې په ښه دقت، رېښتینولۍ او ښه ډول مخ ته یوسي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف مستري، یادو فارغانو ته په خبرو کې زیاته کړه: « دلته چې د ښوونکو له خوا درته کومې زده کړې درکول شوي هم یې خپله عملي کړي او هم یې د زندانونو په امنیتي برخه کې له نورو همکارانو سره په پوره امانتوالۍ شریک کړي څو مو خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا شي ».
همدا شان، محترم مولوي محمد یوسف مستري د مغرضو پردیپالو رسنیو له لورې د هېواد په زندانونو کې د ربړونې راپورونه رد کړل او د زندانیانو کورنیو ته یې یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې ستاسو د کورنۍ غړي له موږ سره امانت دي او نوموړې اداره ژمنه ده چې د هغوی په ښې پالنې، روزنې، دیني او عصري زده کړو او د ورزشي مختلفو برنامو په چمتو کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي څو د نوموړو د بند مودې په پوره کېدو سره سم سالمو او کاسبو وګړو په توګه خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.
داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په خپلو خبرو کې ووېل: « د زندانونو چارو د سمون ادارې له روزنیز او مسلکي کورس څخه د تجربه لروونکو ښوونکو پرمټ په (۲۱) دورو کې (۲۱۳۴) تنه افسران، ساتنمنان او ساتونکي فارغ شوي چې پرمټ یې خپلو چارو کې شته نیمګړتیاوې حل، ښه کاري چاپېریال رامنځته او له دې لارې یې د زندانیانو ټول اسلامي او شرعي حقوق رعایت کړي.
دغه راز، نوموړي یادو فارغانو ته سپارښتنه وکړه، چې له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې پاملرنه لا زیاته کړي، څو زندانیان د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره بیا یوځای شي.
همدارار، د یادو مراسمو په پای کې فارغو شویو ګډونوالو د تصدیق پاڼو د ترلاسه کولو پرمهال هم په یاد کورس کې په خپل ګډون خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د ترلاسه کړو روزنو او زده کړو پرمټ به یې ورسپارل شوې چارې او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
ربیع الثاني ۳/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت