د زندانونو چارو د سمون ادارې له روزنیز او مسلکي کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د هېواد د (۳۳) ولایتونو د لوژستیک د برخې (۴۰) تنه مسوولین فارغ شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۰:۴۳
فراغت

یاد کورس چې د یوې میاشتې لپاره و، او په کې د هېواد د (۳۴) ولایتونو له زندانونو څخه د لوژستیک د برخې مسوولینو برخه اخیستې وه، په کې د قرارداد کوونکو له لوري د اکمالاتو، اعاشوي موادو، وسایطو د ترمیم، د تیلو د مصارفو او د هغوی د اسنادو او لوژستیکي فرمونو د ښه تنظیم تر څنګ د نظامي نظم او ډېسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ورکړل شوې.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، یادو فارغانو ته په خبرو کې وویل: «د زندانونوچارو د سمون اداره تل د زندان اړوند ملکي او نظامي پرسونل لپاره ښوونېزې او روزنېزې برنامې او ښوونېز مواد برابر کړي څو نوموړي وکولای شي په زندانونو کې د زندانیانو لپاره غوره چوپړتیاوې او ډاډمن چارپېریال رامنځ ته کړې ».

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په خپلو خبرو کې زیاته کړله: « لوژستیک چې د ادارې یوه مهمه برخه ده، هیله مند یم چې دلته د ښوونکو له لورې درکړل شوي زده کړې او تجربې به مو زده کړې وي نو کوښښ وکړئ چې د ا.ا.ا د مشرتابه (حفظه الله) له لوري د زندانیانو لپاره (۳۹) مادیزه کړنلاره په سمه توګه د عملي کولو تر څنګ د مینو سره سم هغه خواړه، او مواد چې د زندان پرسونل استفاده کوي زندانیانو ته هم بربر کړئ». 

داراز، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي دروېش د یادو مراسمو کډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د ادارې له لوري درکړل شوې زده کړې په خپلو چارو کې عملي او سپارل شوي مسوولیتونه په سمه توګه پرمخ یوسئ څو هم الله (ج) او هم د هغه بنده ګان درڅخه راضي شي.

همداراز، د یادو مراسمو په پای کې فارغو شویو ګډونوالو د تصدیق پاڼو د ترلاسه کولو پرمهال په یاد کورس کې په خپل ګډون خوښي وښوده او ژمنه یې وکړله، چې د ترلاسه کړو روزنو او زده کړو پرمټ به ورسپارل شوې چارې او مسوولیتونه به په ښه توګه ترسره کوي.

 

شعبان المعظم ۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS