د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د مرکز او ولایتونو د زندانونو نظامي پرسونل ته د ښوونیز مسلکي کورس (۳۶)مه دوره پیل شوه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۳:۵۴
دشظی

دغه کورس، چې (۶۰) ورځې دوام کوي د پلازمیني کابل او (۳۳) ولایتونو له زندانونو څخه افسرانو، ساتنمنانو او سرتېرو په کې  ګډون کړی.

 د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، چې د دې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان مل پاسوال محترم مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو نظامي مسولینو او موظفینو هم حضور درلود وویل،:« تاسو د دې لپاره را بلل شوي یاست چې لازم نظامي اصول زده کړئ، ځکه دا ستاسو مسئولیت دی او په سمه توګه ترسره کولو سره به یې هم الله (ج)، هم د هغه رسول(ص) او هم د هغه بنده ګان درڅخه راضي شي».

محترم لوی پاسوال محمد کاظم "طارق" د یاد کورس له ګډونوالو وغوښتل، څو تر فراغت وروسته خپلو دندو ته په ورګرځېدو له زندانیانو سره خپل ښه چلند لاهم ښه کړي، ستونزو ته یې پروخت رسېدنه او په زندانونو کې ورته د بند د مودې ترپایته رسولو د ژوند خوندي فضا رامنځته کړئ.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د نوموړي کورس له استادانو څخه وغوښتل، چې په کورس کې د ګډونوالو د ښې روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لازیاتې او د مربوطه چارو په هکله ورته لازمې لارښونې وکړي.

همداشان، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس د یادې ادارې موخه د دغو کورسونو څخه دا دی چې نظامي پرسونل په مسلکي توګه ورزي او زندانیانو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وشي.

یاده دې وي، چې په دې کورس کې د مرکز او ولایتونو د زندانونو نظامي پرسونل ته د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونیز یا تعلیمي مرکز قوماندانۍ تجربه لرونکو استادانو له لورې د بندیانو د ساتلو، محاکمو ته د هغوی د لېږدولو، د زندانیانو د بشري حقونو او نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ورکول شي.

 

شعبان المعظم ۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS