د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د مرکزي ریاستونو پرسونل لپاره په پیل شوي روزنیز ورکشاپ کې: « د پوهې او علم ترلاسه کول په عمر پورې تړاو نه لري»

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۵:۵۰
سیمینار

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" نن(یکشنبې) د دغې ادارې د مرکزي ریاستونو د ملکي او نظامي پرسونل لپاره د وړتیا لوړونې د روزنیز لس ورځیني ورکشاپ د پرانیستغونډې پرمهال، چې د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود د یاد مطلب په څرګندولو سره وویل: « کوم څه چې تاسو په دې لس ورځو کې زده کوئ دا ستاسو لپاره یوه ښه تجربه او لویه لاسته راوړنه ده، بله دا چې علم په عمر پورې تړاو نه لري او زده کول یې د ټولنې د پرمختګ او د خلکو د خدمت لپاره زیات اجر لري، نو دا اداره به هم د دا ډول روزنیزو برنامو لړۍ ته دوام ورکوي».

داراز، محترم مولوي محمدیوسف "مستري" د نوموړي ورکشاپ د ښوونکو او روزونکو مخکینۍ هڅې وستایلې او له نوموړو څخه یې په یاد ښوونیز ورکشاپ کې د ورته نورو ښو ښوونو ترڅنګ د ګډونوالو د لا هڅونې په موخه سپارښتنه وکړه او ګډونوال یې د خپلو مشرانو، ښوونکو او روزونکو د لارښوونو عملي کولو او اطاعت ته راوبلل.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد د یادې پرانیستغونډې په ترڅ کې د خبرو پرمهال وویل، د اداري چارو د پرمخ وړلو په موخه د مسلکي کادرونو شتون اړین وباله او زیاته یې کړه، د دې ادارې د بشري سرچینو د برخې مسوولین مکلف دي چې په هره برخه کې له اړتیا او ضرورت سره سم دا ډول برنامې عملي کړي، ځکه دا برنامې له یوې خوا د کارکوونکو د علمي او مسلکي پوهې کچه لوړوي او له بله اړخه د مسلکي کسانو د شتون په سبب به زموږ اداري بهیر لا غښتلی شي.

په ورته وخت کې، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن سعید د یادو مراسمو پر مهال په خپلو خبرو کې وویل، « دا چې زموږ په هېواد کې ۴۰ کلنه جګړه تېره شوې، چې له امله یې په افغاني ټولنه کې د علمیت او پوهې کچه زیانمه شوې او دا ډول ښوونیزو پروګرامونو ته زمینه برابره نه وه، نو اوس چې دا زمینه برابره شوې باید ټول ترې ښه ګټه واخلو، د خپلو دندو په اړه ښه معلومات ترې حاصل کړو، څو په اداري چارو کې مو نېمګړتیاوې پوره او له ستونزو خلاص شو.

په پای کې، د یاد ورکشاپ ګډونوالو ژمنه وکړه چې په ورکشاپ کې به ټول اړوند مسایل په غور زده او په راتلونکي کې به یې په خپلو کاري چارو کې عملي کوي.

 

محرم الحرام ۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS