د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د UNDOC مشر سره وليدل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۲۰:۱۳
ملاقات رییس عمومی

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د افغانستان لپاره د (یو ان او ډي سي) دفتر پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

دواړو خواوو په دې لیدنه کې د ښوونې او بیا روزنې، حرفوي زده کړو، مهارتونو, ترسره شویو ژمنیو مرستو او اړوندو نورو مسایلو  په اړه هراړخیز بحث او خبرې اترې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد" او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" هم شتون درلود، د ښاغلي پولیک اوکې سري په مشرۍ  پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د دې ادارې رهبري، مسوولینو او پرسونل د زندانیانو د ښه ساتلو د ازادۍ سلب په ټولو اړوندو مرکزونو کې د ښځينه او نارینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو انساني حقونه خوندي او تر خپلې وسې زیات یې هغوی ته په روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، ښوونيزو او روزنیزو، حرفوي، ورزشي او نورو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري زیاته کړله ، « سره د دې چې د ملګرو ملتونو د UNODC دفتر اړوند څانګې او همدارنګه نور مرستندویه همکار بنسټونه د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند د مرکز او ولایتونو زندانونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري، خو موږ هیله لرو چې د مرستو دا لړۍ لا نوره هم وغځېږي او دوام ومومي».

په ورته مهال، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د (یو ان او ډي سي) څانګې مسوول ډاډ ورکړ، چې دوی به د تېر په څېر له دغې ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

داراز, د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د (یو ان او ډي سي) مسوول لخوا پر کړو ژمنو خوښي وښوده او زیاته یې کړله چې دوی به هم له خپله اړخه زندانونو کې د نوموړو ژمنو د عملي کولو لپاره لازمې همغږۍ او اسانتاوې برابرې کړي.

 

 جمادي‌الاخر ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS