د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس: «موږ په ټول افغانستان کې د شاوخوا (۱۶) زندانیانو د ساتنې مسئولیت لرو»

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۴:۵۷
ملات

محترم مولوي محمدیوسف "مستري" نن(شنبې) ملت ته د دولت د حساب ورکولو برنامه کې د دغې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو اړوند یوکلن ریپوټ د وضاحت پرمهال د یاد مطلب په څرګندولو سره وویل، د تېر یوه کال په ترڅ کې دې ادارې ته شاوخوا (۳۲۰۰۰) زندانیان سپارل شوي وو، چې د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه(حفظه الله) له خوا د روژې مبارکې میاشتې او دوو اخترونو په مناسبت د زندانیانو د عفوې او تخفیف په موخه د صادرو شویو فرمانونو د تطبیق، د محکمو د قانوني او شرعي حکمونو او د بند د مودې پایته رسېدو له امله شاوخوا (۱۶۰۰۰) بېرته خوشې شوې دي او په خبره یې دمګړۍ د محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو په ګډون شاوخوا(۱۶۰۰۰) زندانیان د کابل او نورو ولایتونو په محبسونو، توقیفخونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې شپې او ورځې تېروي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس زیاته کړه، چې دې ادارې ته له ایران څخه هم (۱۲۳۰) او له کوېټ هېواد څخه (۳) تنه رالېږدول شوي افغان زندانیان سپارل شوي دي.
داراز، هغه دا هم وویل، چې په زندانونو کې د خوړو ښه کیفیت لپاره د استحقاق مالي لګښت له پخوا زیات شوی، هغوی ته د سړې او ګرمې هوا پرمهال لازم امکانات برابر شوي، د حرفوي زده کړو صنعتي کارګاوې ورته جوړې او دوی په کې عملاً بوخت دي، د روغتیايي خدمتونو لپاره ورته په مرکز کې په ټولو طبي امکاناتو سمبال (۵۰) بستریز روغتون او په ولایاتو کې روغتیايي کلینیکونه فعال دي چې په وینا یې په تېر یوه کال کې د (۲۱۲۶۰) تنو پرسونل او زندانیانو درملنه شوې ده.
محترم مولوي محمدیوسف "مستري" وویل، دا مهال د دغې ادارې (۸۰) سلنه ملکي او نظامي پرسونل ته د یادو زندانیانو د ښې ساتنې، ورسره د ښه چلند، ستونزو ته یې پروخت او ښې رسېدنې او ورته نورو اړینو برخو کې د ادارې د مجربو او پوهو استادانو له خوا ښوونه او روزنه ورکول شوې ده.
همداشان، نوموړي د راخوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل لپاره د یوه ریاست د جوړېدو او فعالیت خبر ورکړ او په خبره یې، دا ریاست به د اړوندو همکارو امارتي او خصوصي اورګانونو په مرسته د یادو مجاهدینو روغتیايي او اقتصادي ستونزو د حل او پر کار ګومارلو لپاره خپلې هلې ځلې کوي. 
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" هم د یادې برنامې پرمهال خپلو خبرو کې د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د عمل پلان، د ا.ا.ا. د پالېسو مطابق د ادارې د قانون او کړنلارو بیا کتنه او د تایید او توشېح لپاره یې د ا.ا.ا.عالیقدر مشرتابه(حفظه الله) حضورته وړاندې کولو ترڅنګ، د تورنو د نسبتي دوسیو پروخت څېړلو لپاره د اسانتیاوو له رامنځته کولو ډاډ ورکړ.
داراز، هغه د خپلو معلوماتو په بله برخه کې وویل، زندانیانو ته د ښوونیزو او روزنیزو او حرفوي زده کړو د برنامو د عملي کولو پرمټ، اوس زندانونه په اصلاحي مراکزو بدل شوې دي.
بلخوا، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"
د دې ادارې پر نوي او واحد نظامي یونیفورم د (۷۰۰۰) نظامي پرسونل د سمبالېدو، له ملي دفاع محترم وزارت څخه د زندانونو د ښه امنیت په موخه د وسلو او نظامي تجهیزاتو د اکمالولو، په تېر یوه کال کې  (۲۵۴۸) تنه نارینه او (۳۰۷) تنه ښځینه امنیتي موظفینو د ګومارنې، د پایوازۍ په ورځو کې  د (۹۰۰) موبایلونو په ګډون د ممنوعه توکو د کشف، ضبط او قاچاق کوونکو پایوازانو سره یوځای د لانورو څېړنو لپاره اړوندو اورګانونو ته د سپارلو یادونه وکړه.
 په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" هم ملت ته د نوموړې ادارې د حساب ورکولو په ترڅ کې وویل، تېر کال دې ادارې ته د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه(حفظه الله) له خوا ځانګړې شوې بودجې ۹۳ سلنه لګول شوې، د ادارې پرسونل ته پروخت تنخواوې ورکول شوې او د ادارې په مالي لګښت زندانیانو ته له کورنیو سره یې د اړیکو لپاره د ټلېفون سیستم د فعالولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې کار شوی او ښې پایلې او لاسته راوړنې یې لرلې دي. 

محرم الحرام ۲۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS