د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ولایت له مرکزي توقیفخونې څخه ارزونه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۳:۱۴
بالیسی

د دې ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې چې، د ادارې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر نورو مسوولین هم ورسره مل و، د کابل ولایت د توقیفخونې چارې وارزولې.

په ورته وخت کې، نوموړي د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د توقیفیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی وضعیت یې وارزوه چې هغوی هم د پلاوي په ورتګ د خوښۍ ترڅنګ د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د برابرو شویو خدمتونو ستاینه وکړله.

همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د روژې مبارکې میاشتې په پار د یادې توقیفخونې د توقیفیانو د غذایي توکو د کیفیت ارزولو په موخه د پخلنځي د غذايي توکو د کیفیت او د پخولو د څرنګوالي په اړه له اړوندو مسوولینو او پخوونکو سره خبرې وکړې او هغوی هم په دې اړه ورته لازم معلومات وړاندې کړل.

دغه راز، محترم الحاج طارق د یاد پخلنځي د خوړو د کیفیت د لاښه کولو او د پاکۍ او نظافت پر پام کې نیولو  په هدف مسوولینو او پخوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړله چې توقیفیانو ته د لا ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه لانورې هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

 

رمضان المبارک ۲۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح مرکز له محجوزینو سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو، حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، چې په کې قرطاسیه، کمپلې، برېښنايي بخارۍ، او یوشمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل و، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۴۳
Background image

ولایتي خبرونه:(پکتیا، هلمند، جوزجان، هرات) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اهل سنه والجماعة) کتاب سیالۍ ترسره شوه.

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان زندانیانو برخه اخیستې وه، د الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبرونه:( پکتیا، فاریاب، هرات) د پکتیا ولایت په زندان کې ( ۳۹) تنه زندانیان د کمپیوټر او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، چې د پکتیا د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو ګډون درلود، له یادو زده کړو څخه د نوموړو زندانیانو فراغتغونډې. . .

BACK TO NEWS