د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د مرکزي زندان د ځینو برخو څخه لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۴:۲۷
معاون

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله همدرد په مشرۍ او د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج پاسوال اسدالله "مولانا"، د عدلي او قضايي ارګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ملتیا يوه پلاوي د مرکزي زندان ځېنې برخو وضعیت وارزاوه او له مسوولینو سره یې پر اړوندو مسایلو سلا مشورې او خبرې اترې وکړې.
همداراز د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون پرېکړې پر بنسټ د ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" او مل پلاوي د شکایاتو د صندوقونو نصب‌ولو محل‌ځایونه مشخص کړل او ادارې تعمیراتو ریاست ته یې دنده وسپارله چې د سنګر دروازې، توقیفخونې، ښځېنه محبس، مرکزي محبس، کانتینونو، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز او  نشه یي توکو پروړاندې د مبارزي توقیفخونې  کې یاد صندوقونه ولګوي  .  
تر هغې وروسته، د ادارې سرپرست او مل پلاوي زندان ته د  پیوازۍ بهیر له نږدې وکوت او د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او حل په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د یادولو ده چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین په دوامدار ډول د هېواد د ټولو ولایتونو د زندانونو او توقیفخونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ربیع الاول ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS