د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې د یو شمېر ریاستونو او د کابل ولایت د څرخي پله زندان د مراجعینو د اسنادو بشپړولو د بهیر ارزونه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۳۳
پالیسی

محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو او کشف او اوپراتیفي ریاستونو او د کابل ولایت د څرخي پله زندان د مراجعینو د اسنادو بشپړولو د بهیر ارزونه وکړله.

په دې ارزونه کې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" د اړوندو ریاستونو له مسوولینو او کارکونکو سره وليدل او د هغوی د کړنو، لاسته راوړنو، ستونزو او غوښتنو په تړاو یې معلومات ترلاسه کړل.

دغه راز، پلاوي د یادې ارزونې په ترڅ کې اړوندو مسوولینو، او کارکوونکو ته په خبرو کې زیاته کړله: دا چې موږ او تاسو ټول د ملت د خدمت لپاره دلته سره ټول شوي یو نو باید چارې په صداقت، ریښتیتولۍ، ښه فکر، حوصلې، او له کمو امکاناتو څخه په ډېرې استفادې سره  ترسره کړو.

په ورته وخت کې، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور "طیب" او د اقتصادي برنامو او ستراتيژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په ورتګ خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړله چې د تل په څېر به د ادارې له لوري ورکړل شویو امکاناتو څخه په ښې استفادې ټولې چارې پروخت او ښه ډول ترسره کړي.

دغه راز، محترم الحاج محمد کاظم طارق په مشرۍ پلاوي د دې ارزونې پرمهال، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان ته د مراجعینو د عریضو او نورو اړوندو اسنادو له خنډ او ځنډ څخه د مخنیوي او په دې برخه کې د لانورو لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه د یادې ادارې د مقام د دفتر له مربوطه برخې څخه لیدنه وکړله.

همدا شان، پلاوي دغه زندان ته له یوشمېر راغلیو مراجعینو سره هم ولیدل او نوموړو ته یې د ډاډ په ورکولو سره وویل، د زندانونو چارو د سمون اداره هڅه کوي چې په مرکز او ولایتونو کې د مراجعینو کارونه د تل په څېر پرته له کوم خنډ څخه مخته ولاړ شي او د عریضو او مربوطه اسنادو د مراحلو بشپړولو لپاره لانورې اسانتیاوې برابرې کړي.

                                                                       

شوال المکرم ۲۵/۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS