د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي فراه ولایت ته سفر وکړ

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۶:۳۰
فراه

د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي فراه ته د خپل سفر په ترڅ کې، د ياد ولایت د زندان له مسوولینو او پرسونل سره وکتل او پر اړوندو مسایلو يې خبرې اترې وکړې.
نوموړو مسسوولینو په دې خبرو اترو کې، د فراه د زندان د وضعیت، د زندانيانو د هوساينې لپاره د ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه خپل معلومات شریک کړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته ستاينه وکړه او مسوولینو ته يې د نورو ګټورو فعاليتونو او په راتلونکو پلانونو کې د یاد ولایت د محکومونو، توقیفیانو او محجوزینو لپاره د لانورو اسانتیاوو په پام کې نيولو اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.
دا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي یې د فراه د زندان د ښوونیزو او اصلاحي پروګرامونو، اداري او کاري شعبو، روغتیايي، اعاشوي او اباتوي خدمتونو، رغنیزو چارو، کشفي فعاليتونو او امنیتي ټاورونو او پوستو وضعيت له نږدې وارزاوه او مربوطه مسوولین یې په دې برخو کې د پاملرنې زیاتولو ترڅنګ، د محبوسينو، توقیفیانو او محجوزینو د بشري او اسلامي حقونو رعایتولو او د هغوی د جرمي دوسیو د پروخت تعقیبولو په موخه د زمينې برابرولو ته ځير کړل.

ذوالقعده ۲۵/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS