د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د (یو این ډي پي) موسسې له رئیس سره ولیدل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
دیدار خارجی ها با معاون

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسي او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" نن (یکشنبې) په داسې حال کې، چې د ادارې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید"، د ښوونې او بیا روزنې رئيس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" هم شتون درلود، په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي موسسې (UNDP) له رئیس ښاغلي سټېفن راډریقویس او همکارانو  سره په کتنه کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

داراز، په دې کتنه کې د (یو این ډي پي) موسسې رئیس ښاغلي سټېفن راډریقویس د زندانونو چارو د سمون له اداې سره د همکاریو د زیاتولو تر څنګ ژمنه وکړه چې د یادې ادارې او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه به برنامې چمتو او د ادارې د صحې، ټکنالوژۍ، خدماتو او د ښوونې او بیا روزنې د ریاستونو لپاره به د اړتیا وړ توکي برابر کړي.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسي او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله همدرد د یادې کتنې په ترڅ کې د یو این ډي پي له  همکاریو مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده، چې په هېواد کې نورې ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې دې هم له دغې ادارې سره د مرستو په موخه د کړو ژمنو عملي کولو بهیر چټک کړي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي موسسې (UNDP) پلاوي هم د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او له دغې ادارې څخه یې د دوامدارو همغږیو په موخه خوښي څرګنده کړه.

 

جمادي الاول ۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS