د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د سترې محکمې له پلاوي سره ولیدل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۶:۵۸
دخخقه

 د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې چې د ادارې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر خلیل الله "بکتاش" هم ورسره وو، د سترې محکمې د مرکزي تفتیش له رئیس محترم مفتي عبدالولي "صدیقي" او مل پلاوي سره  په خپل کاري دفتر کې د دې لیدنې پرمهال، د زندانیانو د جرمي دوسیو د څېړلو بهير پر چټکوالي او برخلیک روښانه کولو په تړاو خبرې اترې وکړې.
داراز، له سترې محکمې څخه راغلي پلاوي په ياده برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکې کې به يو بل با صلاحیته پلاوی وټاکي او ډېرژر به دې ستونزې ته د حل مناسبه لار پيدا کړي.
   
ربېع الاول ۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس په ترکيې هیواد کې د (ICPA) له عمومي رئيس سره وکتل

د  افغانستان اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" ترکیې هیواد ته خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زندانونو د روزنې او اصلاح نړیوالې ټولنېی یا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۶
Background image

ولایتي خبرونه: (تخار، پکتیکا، بادغیس، غور) د تخار ولایت د زندان (۱۱۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اسلام اساسات) کتاب تر نامه لاندې سیالۍ پای ته ورسېدې

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان (۱۵۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه، د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ او د نوموړي زندان. . .

BACK TO NEWS