ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده
ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
همداراز، د د یاد ولایت د زندان په حیدري، عمري او محمدي بلاکونو کې هم زندانیانو ته د تفسیر القران جلا دورې پیل شوې وې، چې د یادو بلاکونو سلګونو زندانیانو پکې ګډون کړی و او هغوی هم په بریالیتوب سره خپلې دورې بشپړې کړې.
د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" ویې ویل چې د ورته دیني پروګرامونو موخه د افرادو اصلاح، د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا او د سالمې ټولنې جوړول دي.
داراز، د دې ولایت د علماوو شورا غړي، شیخ القران محترم مولوي ذاهد الله، هم وینا وکړه او د قرآن کریم د زده کړې او تفسیر اهمیت یې بیان کړ او زیاته یې کړله چې دینې زده کړې د انسان د دنیا او آخرت د بریا اساسي لار ده.
ياد مراسم په دعا ویلو سره پای ته ورسېدل چې پکې د هېواد د امن، ثبات او د ټولو مسلمانانو د بریا لپاره دعا وشوه.
د یو بل خبر له مخې، د فاریاب ولایت زندان (۲۴۷) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول
د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت فاریاب ولایت د زندان د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د یاد ولایت د زندان (۹۴) تنو حبس پاتې موده عفو او خوشې شول او د (۱۵۳) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې ترچتر لاندې د هېواد په نورو زندانونو کې هم دغه بهیر د عملي کېدو په حال کې دی.
رمضان المبارک ۲۹/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
