د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون ناسته کې د دې ادارې پر یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۵:۵
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(یکشنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، غړو رئیسانو او يو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه ، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو اداري ګومارنې د اصولو رعایتولو تر څنګ، د ځینو نورو تخنیکي مسایلو په هکله خبرې وشوې.
 داراز، په دې ناسته کې د ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله بحث وشو او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

جمادي الثاني ۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS