د زندانونو چارو د سمون ادارې د پرسونل لپاره د کاري راپور ورکولو د څرنګوالي په اړه یو ورځينی روزنیز سیمینار جوړ شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۷:۴۰
پلان

د یادې ادارې ملکي او نظامي پرسونل د کاري وړتیا لوړونې په موخه د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامو په لړ کې، نن(دوشنبې) د دغې ادارې د مرکزي برخو اړوندو ملکي او نظامي پرسونل ته د کاري راپور ورکولو د څرنګوالي په هکله یو ورځینی روزنیز سیمینار جوړ شو، چې په کې د میاشتیني، درې میاشتیني او کلني کاري راپور ورکولو او د هغې د ارزښت او فارمټ په اړه مفصله روزنه او معلومات ورکول شول.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله"اخلاص" د یاد سیمینار په پرانیستونکې وینا کې وویل: « د دې سیمینار موخه دا ده چې وکولی شو د خپلو فعالیتونو په اړه سم او کره معلومات راټول، توحید او بیا یې د ادارې له رهبرۍ سره شریک کړو، څو یې د ادارې رهبري د ا.ا.ا. ریاست الوزا عالي مقام سره ریپوت شریک کړي». 
په ورته وخت کې، د ادارې د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب" هم د خپلو خبرو پرمهال وویل: « د دې سیمینار بله موخه د ادارې د معاونیتونو، مرکزي برخو ریاستونو او امریتونو د ملکي او نظامي مربوطه پرسونل د پوهاوي لوړل دي، څو د زندانونو چارو د سمون اداره وتوانېږي چې پرمټ یې خپلې کړنې او فعالیتونه په ښه توګه منعکس کړي».
د یادونې وړ بولو، نوموړی سیمینار چې د یادې ادارې د مرکزي برخو ‎شاوخوا(۵۰) تنه اداري پرسونل په کې ګډون درلود، د ګډونوالو له خوا پر اړوندې موضوع د پوښتنو او د سیمینار د روزونکو له خوا د قناعت ورکوونکو ځوابونو په ورکولو سره پایته ورسېد. 

ذوالحجه ۱/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS