د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو نوي مرستيال په کار پیل وکړ

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۳:۱
معرفی

د دغې ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا. د عالیقدر مشر امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په حکم محترم الحاج مولوي محمد کاظم "طارق" د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو د نوي مرستیال په توګه د ادارې پرسونل ته معرفي او نن (سې شنبې) یې خپله دنده په رسمي توګه پیل کړله.

د ا.ا.ا. د چارو د ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث نورالحق "انور" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پر مهال، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو پخواني مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" او د ادارې او یو شمېر اماراتي ادارو مسوولینو هم شتون درلود، نوموړي ته مبارکي وویله او زیاته یې کړله چې موږ ټول په دې باور یو چې ټاکنې د څوکۍ په هدف نه بلکې د هدف لپاره یوه وسیله ده نو د خوښۍ ځای ده چې موږ د اسلامي دولت تر چتر لاندې د خپل هېواد او ملت خدمت کوو.

داراز، نوموړي زیاته کړله: « دا چې د زندانونو چارو د سمون اداره یوه مهمه اداره ده او د زندانیانو ساتنه او پالنه پر غاړه او شرعي او انساني مسوولیتونه لري نو د نوي مسوول څخه یې په چارو کې د ښه خدمت هیله لرم.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري په اداره کې اطاعت او امانت داري مهم یاد کړل او زیاته یې کړله: زه هیله مند یم چې محترم الحاج مولوي طارق به خپلې ورسپارل شوې چارې د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې په غور او دقت سره ترسره کوي.

همداشان، محترم الحاج مولوي مستري د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو له پخواني مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" څخه مننه وکړله او د هغه په تېر شاوخوا درې کلن بریالي ماموریت کې اخلاص، صداقت او تعهد سره  خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او له نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

همدا شان، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد په خپلو خبرو کې وویل چې د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو معزز مسوول او ښه همکار، چې شاوخوا درې کاله یې په صداقت سره  په دې اداره کې خدمت کړی او په دې موده کې یې د خورا زیار او هڅو سره بې شمېره لاسته راوړنې لرلي له همدې امله یې ټول زحمتونه او ستړیاوې د قدر وړ دي او باید د زړه له تله ترې مننه وکړو.

داراز، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو نوي مرستيال محترم الحاج مولوي محمد کاظم طارق هم په خپلو خبرو کې مسوولیت یو امانت یاد کړ او زیاته یې کړله چې ا.ا.ا. د محترم مقام له لوری د سپارل شوي امانت شکر ادا کوم او د الله ج له لوري یې په غوره توګه د ترسره کولو همت غواړم.

 

رمضان المبارک ۱۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

ولایتي خبرونه ( بلخ، نورستان) د بلخ او نورستان ولایتونو د زندانونو (۲۶۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د بلخ او نورستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

 پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۱
Background image

ولایتي خبر:(هرات) د هرات ولایت په زندان کې (۲۱۵)تنه محبوسین او محجوزین د قرآن کریم د تجوید، ناظرې، حرفوي زده کړو او سواد زده کړې له دورو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، چې د دې ولایت د زندان او سیمه ییزو مسوولینو ګډون درلود، د زندان رئیس محترم مولوي شراف الدین مخلص وویل، دغه تعلیمي او مسلکي پروګرامونه د دې لپاره تنظیم شوي. . .

BACK TO NEWS