د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د لوګر ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله
محترم قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې یو شمېر مسوولینو یي هم ملتیا کوله، د لوګر ولایت د زندان له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
همداشان، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي دغه زندان د بېلابیلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ يې د زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی د حال او د محبس د وضعیت په اړه پوښتنه وکړله، چې د هغوی له لورې ورته د رضایت په څرګندولو سره ډاډ ورکړل شو.
همداراز، زندانیانو یو لړ غوښتنې هم لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د حل کېدو ډاډ ورکړل شو.
په ورته وخت کې، محترم قاري محمد بلال فاتح وویل: «هڅه وکړئ چې په زندان کې دیني، سواد او کسب زده کړو له شته فرصتونو په ګټه اخستنې د خپل وخت له بې ځایه ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه خپل ځان اصلاح او د خپلو ناوړه عاداتو له منځه وړلو لپاره هڅه وکړئ څو له بند څخه تر ازادېدو وروسته د ګټورو وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».
په ورته وخت کې، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت د زندان اداري، روغتیا او پخلنځي څخه هم لیدنه وکړله او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
د دې لیدنې په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د لوګر ولایت د زندان مسوولینو ته د چارو د لاښه کېدو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
رجب المرجب ۱۵/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
