د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د لوګر ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
Mon, Jan 05 2026 1:29 PM
لوگر

محترم قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د یادې ادارې  یو شمېر مسوولینو یي هم ملتیا کوله، د لوګر ولایت د زندان له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همداشان، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي دغه زندان د بېلابیلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ يې د زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی د حال او د محبس د وضعیت په اړه پوښتنه وکړله، چې د هغوی له لورې ورته د رضایت په څرګندولو سره ډاډ ورکړل شو.

همداراز، زندانیانو یو لړ غوښتنې هم لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د حل کېدو ډاډ ورکړل شو.

په ورته وخت کې، محترم قاري محمد بلال فاتح وویل: «هڅه وکړئ چې په زندان کې دیني، سواد او کسب زده کړو له شته فرصتونو په ګټه اخستنې د خپل وخت له بې ځایه ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه خپل ځان اصلاح او د خپلو ناوړه عاداتو له منځه وړلو لپاره هڅه وکړئ څو له بند څخه تر ازادېدو وروسته د  ګټورو وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

په ورته وخت کې، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت د زندان اداري، روغتیا او پخلنځي څخه هم لیدنه وکړله او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د دې لیدنې په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د لوګر ولایت د زندان مسوولینو ته د چارو د لاښه کېدو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

 

رجب المرجب ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS