د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله همدرد په مشرۍ پلاوي د غزني ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۶:۳۴
غزنی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د غزني ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل سره ولیدل او د خپل سفر په موخه یې ورسره معلومات شریک او نوموړي پرسونل ته یې د چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې لارښوونې وکړې. 
په پیل کې، د محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د غزني زندان د جمع نظام څخه د لیدنې ترڅنګ، د نظامي قطعې معاینه ترسره او له هغه وروسته د زندان مالي او ادارې امریت څخه لیدنه او د اسنادو ارزونه یې وکړه او د دې امریت مسوولینو ته یې زیاته کړه چې د بودیجې په مصرفولو کې له شفافیت څخه کار واخلي، بودیجه په معقول ډول مصرف او ټولې کړنې د اصولو سره برابرې کړي.
داراز، نوموړي پلاوي د دې ولایت د زندان د بشري سرچینو له امریت څخه په لیدنه کې له نوموړو وغوښتل چې د کارکونکو په ګومارنې کې اهلیت او صداقت په نظر کې ونیسي او کار اهل کار ته وسپاري څو په اداراتو کې وړ او په کار پوه خلک ځای پر ځای شي.
پلاوي د پېژند امریت له مسولینو سره په لیدنه کې نوموړو ته زیاته کړه چې د نظامي پرسونل په ګومارنه کې ریښتینولۍ په نظر کې نیولو سره داسې کسان و ګوماري چې په واقعیت سره د یوې ادارې تشه راډکه کړي.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي د زندان د اجرائیه مدیریت چارې هم وارزولې او مسولینو ته یې په خبرو کې وویل څو خپلو مسوولیتونو ته پاملرنه وکړي او چارې په خپل وخت سره پرمخ یوسي.   
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت د توقیفخونو له امرینو سره د دې ولایت په مقر کې وکتل او د یادو ولسوالیو د توقیفخونو او توقیفیانو د وضعیت په اړه د معلومات تر اورېدلو وروسته یې هغوی ته د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.
په ورته وخت کې، محترم قاري همدرد د یادوتوقیفخونو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه څو د توقیفیانو د محکماتي چارو په برخه کې خپل هڅو ته چټکتیا ورکړي.  
د یادونې وړ ده چې د محترم قاري همدرد په مشرۍ د پلاوي ارزونه به د دې ولایت له زندان او اړوندو برخو څخه دوام ولري.  
  
 ربیع الثاني ۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه محبس سره د سره صلیب او یونیسف موسسې له لوریو  د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یونیسف موسسې له لوریو ښځینه محبوسینو، د کالیو منیځلو پوډر، شامپو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې دوه ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته به د زندانیانو  ښې ساتنې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ښځینه کارکوونکو ته په زندانونو کې د یادې کمېټې پېژندنې،. . .

BACK TO NEWS