د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل ښوونیز مرکز کې اړوندو مسوولینو ته د جوړ شوي ښوونیز سیمینار له جریانه لیدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۰
پالیسی

محترم الحاج محمدکاظم "طارق" نن(شنبې) په داسې حال کې چې د یادې ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د کابل ولایت د ښوونیز مرکز قومندان محترم سمونوال ملا محمدعالم "معتصم"، او د نظامي برخې یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د نوموړي سیمینار له جریانه د لیدنې پرمهال ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، له دې فرصت او د ښوونکو له تجربو څخه په استفادې هم خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره او هم دې ترلاس لاندې پرسونل خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي، څو یې په وینا په چارو کې نیمګړتیاوې حل او لا ښه کاري چاپېریال رامنځته ته شي.

داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال زیاته کړله، زندان د مجازاتو ځای نه، بلکې د اصلاح ځای دی، نو باید کوښښ وشي چې زندانیان اصلاح شي.

هغه وویل: « د زندانیانو ساتنه او پالنه زموږ مسئولیت دی، نو باید د هغوی انساني او شرعي حقوقونو ته لازیات درناوی وشي، د زندانیانو د پایوازۍ په بهیرکې له هغوی سره ښه چلند وشي او له هغوی سره خپل چلند لا نور هم ښه شي».

د دغې لیدنې په پای کې، د یاد سیمینار ګډونوالو د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال پر نېکو سپارښتنو او خبرو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې په سیمینار کې ټولې لارښوونې او زده کړې به په خپلو ورځنیو چارو کې په سمه توګه عملي کړي.

د یادونې وړ بولو، په دې سیمینار کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو اړوندو نظامي مسوولینو لپاره د زندانیانو د ساتنې، د هغوی ستونزو ته د رسېدنې او بنسټیزو انساني او شرعي حقونو د لاښه رعایتولو په اړه د پوهاوي او وړتیا لوړونې په موخه جوړ شوی، (۱۵) ورځې به دوام ولري.

 

 

محرم الحرام ۱۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS