د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال او مل پلاوي د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
پالیسی

محترم الحاج محمد کاظم "طارق" او مل پلاوي یې تېره ورځ په دې لیدنه کې د یادې توقیفخونې له امر محترم مولوي عبد اللطیف "سجاد" سره پر اړوندو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

محترم مولوي سجاد د دې خبر اترو پرمهال وویل، «موږ تل هڅه کوو چې د دې توقیفخونې توقیفیانو ته پروخت د ډودۍ او د څښاک پاکې اوبه برابرې کړو او همدا اوس مو په دې ګرمه هوا کې د هغوی خونو د سړولو په موخه لازم وسایل برابر کړي دي».

محترم سجاد زیاته کړه، دوی نوموړو توقیفیانو لپاره یوه لویه دیني مدرسه لري او هغوی هم په کې په ډېرې لېوالتیا دیني زده کړې او د قرآنکریم حفظ کوي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمدکاظم طارق د یادو فعالیتونو په هکله معلوماتو تر اورېدو وروسته هغه وستایلې او ویې ویل، د دغو کړنو او چارو لا ښه والي لپاره لازمه ده چې د دې توقیفخونې د مسوولینو ترمنځ همغږي لا زیاته شي.

هغه زیاته کړه، « دلته راوستل شوي توقیفیان موږ ته د اصلاح په نیت راسپارل شوي، نو ټول په ګډه د هغوی د اصلاح او سالمې ساتنې لپاره د نورو ګټورو پروګرامونو د عملي کولو هڅه وکړو».

تر یادو خبرو اترو وروسته، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال او مل پلاوي یې د یادې توقیفخونې د توقیفیانو له حاله د ځان خبرولو په موخه ورسره له نږدې وکتل او په خبرو کې یې ورته وویل: « تاسو کوښښ وکړئ دلته له ټولو ښو امکاناتو په څانګړې توګه د دې ځای له دیني مدرسې څخه ډېره ګته واخلئ او دیني زده کړې وکړئ او موږ به هم د لا ښې روزنې لپاره نورې ګټورې برنامې پلې کړو».

په ورته وخت کې، محترم الحاج محمدکاظم طارق د یادې توقیفخونې له پخلنځي او خوړنځي لیدنه وکړه، او مسوولینو ته یې د هغو او خوراکي توکو د پخولو د لازیاتې پاکۍ او نظافت په پام کې نیولو سپارښتنې وکړې.

داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ  پلاوي د یادې  توقیفخونې د روغتیایي مرکز ارزونه هم وکړه او هلته یې طبي پرسونل ته په خپلو خبرو کې وویل: « هڅه وکړئ دلته د توقیفیانو داسې درملنه وکړئ لکه د خپلو کورینو غړیو په څېر».

ورپسې، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال او مل پلاوي د نوموړې توقیفخونې د پایوازانو او توقیفیانو لپاره له ځانګړو شويو ځایونو لیدنه وکړه او مسوولین یې د هغو لاښه پاک ساتلو ته متوجه کړل.

د دې لیدنې په پای کې، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې امر محترم مولوي عبداللطیف "سجاد" د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال او مل پلاوي پر ورتګ او له توقیفیانو سره د کتنې له امله د مننې او خوښۍ په څرګندولو د دې توقیفخونې د ځینو اړتیاوو یادونه وکړه، چې د نوموړي پلاوي له خوا هغو ته دې د رسېدنې ژمنه وشوه.    

 

محرم الحرام ۲۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

    

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS