د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال میدان وردګو ته د سفر په دوهمه ورځ د دې ولایت د زندان د نورو برخو ارزونه هم وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۶:۲۹
خبر میدان وردک

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوي چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" د نظامي ښوونې او روزنې د واحدې قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله"بکتاش" یې هم ملتیا کوله د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین او پرسونل سره ولیدل او پراړوندو مسایلو یې بحث وکړ.
داراز، د محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د میدان وردګ ولایت د زندان اداري شعبې، ښوونېزې چارې، ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز، زندانیانو لپاره د کتابتون، پخلنځی، خواړو، څښاک او پاکو اوبو تر څنګ تعمېراتي او روغتیایي برخې په جلا جلا توګه ورازولي او په دې تړاو یې ډاډ ترلاسه او د یاد ولایت د زندان اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې. 
په ورته وخت کې، محترم قاري همدرد د زندانیانو د حال پوښتلو ترڅنګ د هغوی د خونو حالت هم له نږدې وارزوه او په خپلو خبرو کې یې ورته زیاته کړه چې زموږ د راتلو موخه دلته ستاسو د ستونزو حلول دي او ستاسو وضعیت په ارزولو سره غواړو په بېلابېلو برخو کې لازم امکانات درته برابر کړو. 
داراز، نوموړي زیاته کړه :« په بند کې خپل وخت ضایع نه کړئ دلته مو درته د دیني او عصري زده کړو زمینه برابره کړې او په مختلفو کتابونو سمبال کتابتون هم لرئ چې باید ګټه ترې پورته او ځانونه په اسلامي فکر او روحیه سمبال، د بند مودې پای ته رسېدو سره ټولنې ته د ښه خدمت جوګه شئ».

ربیع الاول ۳۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS