د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" د میدان وردګو او غزني زندانونو څخه له کتنې وروسته نن د زابل ولایت له زندانه هم لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۶ - ۱۷:۳۷
غزنی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوي چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" د نظامي ښوونې او روزنې د واحدې قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله"بکتاش" یې هم ملتیا کوله د زابل ولایت د زندان مسوولینو سره ولیدل او پراړوندو مسایلو یې بحث وکړ.
داراز، د محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د زابل ولایت د زندان ښوونې او روزنې، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز، روغتیایي چارې، شخصیتي دوسیو،  مالي او اداري، کشف، پېژند، بشري سرچینو، پالیسۍ او مسلکي چارو انسجام، د عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو مدیریت او پلورنځي څخه په جلا جلا توګه ارزونه وکړه او د هرې برخې مسوولینو څخه یې په اړوندو برخو کې د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته ورته لازمې لارښونې وکړې.
داراز، پلاوي د یاد زندان له پایوازانو سره هم ولیدل د هغوی غوښتنې یې ترې واورېدې او له هغه وروسته یې مسوولینو ته لارښونه وکړه څو ورته له زندانيانو سره تر کتنې پورې ټول لازم امکانات برابر کړي.
همدا شان، پلاوي د زندانیانو او نظامي پرسونل لپاره د پخلنځي څخه په لیدنه کې د دې برخې کارکونکو ته سپارښتنه وکړه چې نظافت په پام کې نیولو تر څنګ د خوړو مینو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
په پای کې، محترم همدرد د دې زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې مسوولینو ته زیاته کړه چې د زندانیانو ساتنه او پالنه زموږ او ستاسو ټولو مسوولیت دی، نو لازمه ده چې هغوی ته د پاملرنې په موخه خپلو چارو ته په وخت رسېدنه وکړو څو هم الله ج او هم د هغه بنده ګان را څخه راضي شي. 

ربیع الثاني ۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS