د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" او مل پلاوي یې کندهار ته د سفر په درېمه ورځ د دې ولایت د زندان یوشمېر نورې برخې هم وارزولې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۴۳
روز سوم قندهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوي چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحدې قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله "حقاني" او د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله بکتاش یې هم ملتیا کوله د کندهار ولایت د زندان یو شمېر نورې برخې هم وارزولې او مسوولینو څخه یې د هغوی د کړنو ، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلوماتو واورېدل او د چارو د لا غوراوي لپاره یې ورته لازمې لارښونې وکړې.
پلاوي د زندانیانو لپاره د ښوونې او بیا روزنې له مسوولینو او ښوونکو سره په لیدنه کې هغوی ته زیاته کړه چې زندانیان ستاسو سره امانت دي څو چې د نوموړو بند موده پای ته رسېږي نو داسې وروزل شي چې له ټولنې سره تر یوځای کېدو ورسته ترې په ښه فکر او روحیه سمبال شخص جوړ او له ناوړه کارونو څخه لرې پاتې شي.
په ورته وخت کې، پلاوي د دې زندان له زندانیانو سره په لیدنه کې د هغوی  ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته نوموړو ته ډاډ ورکړ چې موږ ستاسو پوښتنې ته راغلي یو څو په زندان کې دننه درته د ژوند د اسانتیاوو برابرولو تر څنګ، دیني او عصري زده کړو، صنعتي برخو او نورو اړوند چوپړتیاوو څخه مو ارزونه او په دې برخو کې درته زمینه لا پراخه کړو چې پر مټ یې تاسو وکولی شئ باعلمه او په کسب سمبال وګړي په توګه له دې لارې کورنۍ او ټولنې ته د ښه خدمت جوګه شئ.
داراز،  پلاوي د زندان له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو له مسوولینو سره په خبرو کې د هغوی د فعالیتونو د ارزونې ورسته ورته زیاته کړه چې د زندانیانو د جرمي دوسیو د څېړلو په برخه کې د قضایي اورګانونو سره په همغږۍ چارې لا چټکې کړي څو هغه اشخاص چې له قانونه یې سرغړاوی کړی قانوني چلند او هغه چې بې ګناه دي بیرته خپلې کورنۍ سره یوځای شي.    
همدا شان،  پلاوي د دې زندان د صنعتي، لوژستیک، کتابتون، روغتون، پلورنځی، پخلنځی او د ډوډۍ پخولو ځای ترڅنګ د زندان امنیتي ټاورونو، قراولونو او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه ارزونه وکړه او مسوولینو څخه یې په اړوندو برخو کې د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته ورته لازمې لارښونې وکړې.
د یادولو ده چې، د یاد پلاوي د ارزونې لړۍ به له دې زندان څخه دوام ولري. 

ربیع الثاني ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS