د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس، د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۱:۸
اصلاح

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس  پاسوال محترم مولوي الحاج اسدالله "مولانا" د یوه پلاوي، په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په داسې حال کې، چې د دغې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" هم شتون درلود، په یاد مرکز کې له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابروشویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.

داراز، پلاوي د یاد مرکز له پخلنځي هم لیدنه وکړه او مربوطه مسوولین یې د خوړو د پاکوالي او نظافت په پام کې نیولو ته ځیر کړل.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې  د ارکان رئیس په مشرۍ، پلاوي د نوموړي مرکز له محجوزینو سره له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د یاد مرکز مسوولین متوجه کړل.

همدارنګه، پلاوي د دې مرکز له امنیتي پوستو، ټاورونو، کلنیک او د محجوزینو ماشومانو د لوبو له ځایه د لیدنې تر څنګ د بریښنا، موبایل، بوټ جوړونې او خیاطۍ له شاپونو هم لیدنه وکړه او د محجوزینو د زده کړو او د ښو لاسته روړنو د ستاینې ترڅنګ، مسوولینو ته یې د یادو ماشومانو لپاره د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

 

محرم الحرام ۱۰/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست 

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS