د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د میدان وردګ ولایت له والي سره وکتل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۴:۱۱
میدان وردک

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ میدان وردګ ته په رسمي سفر ولاړ او لومړی یې د نوموړي ولایت له والي محترم قاري بختیار "معاذ" سره وکتل او دواړو لوریو پر یولړ اړوندو موضوعګانو خبرې اترې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په دغه کتنه کې د دې ولایت له والي او نورو ځایي چارواکو څخه د میدان وردګ زندان ته د دوی د پاملرنې او همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، « افغانستان زموږ او ستاسو ګډ کور دی او د اسلامي امارت پالېسي هم دا ده، چې شرعي او قانوني موخو ته د رسېدو او خلکو په ځانګړي توګه زندانیانو ته د خدمت په پار به په اتفاق کار کوو او د ښې حکومتولۍ پرلور به ګامونه پورته کوو».
په ورته مهال، د میدان وردګ ولایت والي محترم قاري معاذ وویل: « ما پخوا هم د دې ولایت له زندانه لیدنه کړې او خوښ یم چې ستاسو اداره دوی ته ښه توجه کوي او انساني حقونه یې په ښه توګه مراعتوي او موږ به هم امکاناتو ته په کتو له دې زندان سره لازمې مرستې وکړو».
محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د میدان وردګ له محترم والي څخه د یادې ژمنې له امله مننه وکړه او تر هغې وروسته دواړو د نوموړي ولایت د زندان په انګړ کې د یو لړ مراسمو پرمهال د یوه جومات د ګټې اخیستنې پرانیستنه وکړه.
د دغه ولایت والي محترم قاري بختیار "معاذ" د یاد جومات پر پرانیستنې خوښي وښوده او زیاته یې کړه، جومات د الهي(ج) عباداتو په ځانګړې توګه د لمانځه لپاره یو ډېر له سکونه ډک ځای دی.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال تر یادو مراسمو وروسته د دغه زندان له مسوولینو سره ولیدل او پر مربوطه مسایلو یې خبرې وکړې.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د میدان وردګ ولایت د زندان له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د دغه زندان مسوولینو ته په خبرو کې زیاته کړه: «زندانیان تاسو ته امانت دي نو د هغوی د ټولو شرعي او انساني حقونو د رعایتولو ترڅنګ به ورته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو او روزنو لا ښه زمینه برابره کړئ، څو یې له امله له ناوړه کړنو څخه لرې پاتې شي او کله چې له بنده خوشې شي، نو ټولنې ته به د ښه خدمت وړ وګرځي».
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، چې په دوامداره توګه د هېواد له زندانونو لیدنه او څارنه وکړي، مثبتې چارې اولاسته راوړنې یې لاغښتلې او د ستونزو لپاره یې لازمې او ګټورې حللارې پیدا کړي. 

جمادي الثاني- ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS